د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس په مشرۍ يو پلاوي د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي چې د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمسالامین زهیر یې ملتیا کوله، د ياد ولایت د مقر ولسوالۍ په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې د شهیدانو د یاد او درناوي په موخه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د شهیدانو د سپېڅلو قربانیو او د هغوی د کورنیو د درناوي په اړه خبرې وشوې او د شهیدانو مقام او د هغوی د کورنیو د قربانیو ارزښت بیان شو.
همداراز یاد پلاوي د شهیدانو پاکو ارواحو ته د مغفرت او جنت الفردوس دعا وکړه او له هغوی سره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
