د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د لا ښه والي او یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمسالامین زهیر په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې د ریاست اړوند کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم قاري شمسالامین زهیر د ریاست د کارکوونکو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، له مراجعینو سره پر ښه او مناسب چلند، د سپارل شویو مسؤلیتونو پر منظم او پر وخت ترسره کولو او د چارو د لا ښه والي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
په پای کې کارکوونکو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د مراجعینو د ستونزو د حل، غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.
