د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند په کابل کې د قطر سفارت له مستشار سره وکتل

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
mmd

د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند په کابل کې د قطر سفارت له مستشار محترم مردیف القشوتي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دې کتنې پر مهال د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، او د پلان، پالیسۍ او بهرنېو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس  د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش هم حضور درلود.

په پېل کې محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د دې وزارت له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: زموږ هېواد د تېرې جګړې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی، چې د بېلګې په توګه، د یوه کورنۍ څخه  ۳۶ تنه یتیمان او ۸ تنه کونډې هم د دې وزارت سره ثبت شوي دي، نو اړینه ده چې د ټولنې له دې اړمن قشر څخه په بشپړه توګه ملاتړ وشي.

هغه همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ټولو ثبت شوېو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د منظورې شوې بودیجې څخه د بانکي سیسټم له لارې میاشتني نغدي مساعدتونو حواله کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د قطر سفارت مستشار هم ژمنه وکړه چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ثبت شوي آمار او ارقام به د قطر هېواد د سرې میاشتې سره شریک کړي تر څو دې اړمن قشر ته په بېلابېلو برخو کې لا زیاتې مرستې چمتو او د هغوی لاسنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS