د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کابل او لوګر ولایتونو کې (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو ته د نیشکر ماشینونه له اړوندو وسایلو سره ووېشل شي او هر مستحق به د (۱۱۶۴) ډالرو په مجموعي ارزښت دغه ماشینونه ترلاسه او د کار زمینه به ورته برابره شي.
یاد هوکړه لیک د دې وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ZFA خیریه مؤسسې رئيس محترم افتخار الله غني ترمنځ لاسلیک شو او د تطبیق چارې به یې د کابل او لوگر ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ پر مخ یوړل شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې خیریه مؤسسې له لوري، یتیمانو او معلولینو ته د مرستو د برابرولو په پار قدرداني وکړه او د یاد قشر لپاره یې د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
