د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې يې پيل کړې.
د معرفي په دې غونډه کې د دې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د یاد ولایت د کارکوونکو چارو محترم رئیس او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو حضور درلود.
محترم مولوي محمد موسی صدیقي او ورسره مل پلاوی د هرات ولایت له والي محترم شیخ اسلام جار سره هم لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو او د ځینو نورو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.
همداراز محترم مولوي محمد موسی صدیقي د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو مشرانو لارښوونو ته درناوی وکړي، سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره صداقت او ژمنتیا ترسره کړي او د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
په همدې غونډه کې محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د مسؤلیت پېژندنې او د مشرانو د اطاعت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او له کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلې دندې په پوره مسؤلیت ترسره کړي او خپل وختونه بې ځایه ضایع نه کړي.
