د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

asad_admin
Sat, Oct 24 2026 3:07 PM

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې يې پيل کړې.

د معرفي په دې غونډه کې د دې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د یاد ولایت د کارکوونکو چارو محترم رئیس او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو حضور درلود.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي او ورسره مل پلاوی د هرات ولایت له والي محترم شیخ اسلام جار سره هم لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د شهیدانو ورثه ‌وو او معلولینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو او د ځینو نورو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.

همداراز محترم مولوي محمد موسی صدیقي د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو مشرانو لارښوونو ته درناوی وکړي، سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره صداقت او ژمنتیا ترسره کړي او د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

په همدې غونډه کې محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د مسؤلیت پېژندنې او د مشرانو د اطاعت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او له کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلې دندې په پوره مسؤلیت ترسره کړي او خپل وختونه بې‌ ځایه ضایع نه کړي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ رهبریتی بوییچه مجلیس اوتکزدی

شنبه ۱۲ سرطان آیی ۱۴۰۰ ییل

   پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری رهبریتی ده مجلیس اوتکزدی.

     بو مجلیس ده شهدا و ناگرانلر نینگ اسنادلری نی تطبیق و برسی قیلیش،. . .

BACK TO NEWS