د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق‌شناس او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې د رئيس محترم محمد ذوالقرنین عباس ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو، چې موخه ‌یې د یتیمانو لاسنیوی، ملاتړ او د هغوی لپاره د مرستو برابرول دي.

د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کابل ولایت کې (۳۵۰) تنو یتیمانو لپاره اختریزې کڅوړۍ چمتو شي، په دې ترتیب، هر یتیم ته به د (۳۱۵۰) افغانيو په ارزښت جامې، بوټان او نور وسایل ورکړل شي.

د هوکړه‌ لیک د لاسلیک پر مهال، محترم ملا صدوخان حق‌شناس د اسلامي هوساینې له نړیوالې مؤسسې څخه د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره د شویو مرستو مننه او قدرداني وکړه او د مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل چې خپلې مرستې د شهيدانو او معلولينو چارو له وزارت سره په همغږۍ پراخې کړي، ترڅو د اړمنو وګړو ستونزو ته په مؤثره توګه رسیدګي وشي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۱۷) زره او (۸۵۹) ډالره کېږي او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS