د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه، ینګي قلعه او درقد ولسوالیو ته یې سفر وکړ.

نوموړي د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې ېې واورېدې، یادو کورنیو ته یې د ښه خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړ، له هغوی وغوښتل چې د اسلامي نظام د بقاء او د خپلو مشرانو د حفاظت لپاره دعاوې وکړي، همداراز د یادو کورنیو سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.

هغه همداراز یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهير او د هغوی کور په کور سروې له پروسې څخه ارزونه وکړه، د چارو د لا ښه والي په موخه یې کارکوونکو ته لارښوونې وکړې.

محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د یادو ولسوالیو له ولسوال صاحبانو سره ليدنه وکړه، د‌ هغوی څخه یې یتیمانو کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د لا زياتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS