د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه وویشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د یوې خیريه مؤسسې سره په همغږۍ دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه وویشل. د یادو ویلچرونو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د خیریه مؤسسې ځینو مسؤلینو او د څارنې او ارزونې ریاست استازو حضور درلود.
د یادولو وړ ده چې دې مؤسسې د ویلچرونو د توزیع سربیره هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړې.