په خوست ولایت کې پر اته سوه (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۹:۳۶
mmd

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د دې ولایت د مرکز په شمول په دولس ولسوالېو کې پر اته سوه (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، نخود، لوبیا او بوره شامل وو، په شفاف ډول وویشل شول.

 د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په پام کې لري چې د دولتي ادارو او خیریه بنسټونو سره په همکارۍ او همغږۍ د روژې مبارکې میاشت کې دې اړمن قشر(یتیمانو، کونډو او معلولینو) ته د مرستو لړۍ جاري وساتي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس په مشرۍ يو پلاوي د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي چې د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

په غزني ولایت کې د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د ځانګړې شوې (۵۰۰) جریبه ځمکې څخه لیدنه وشوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي چې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یې ملتیا کوله، په دغه ولایت کې د شهیدانو کورنیو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس‌الامین زهیر په مشرۍ. . .

BACK TO NEWS