په ۱۴۰۲ کال کې د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د خیریه بنسټونو او مؤسسو سره په همغږۍ پر (۹۰۰۰) مستحقو کورنېو باندې مرستې ویشلي دي

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۳:۲۹
mmd

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم صابر ځواک یوه خبري کنفرانس له لارې په تېرو څو مياشتو کې د دې ریاست لاسته راوړنې او پرمختګونه د رسنېو سره شریک کړل.

د ښاغلي صابر ځواک په وینا دې ریاست تر دې دمه (۲۶۰۶۰) تنه يتيمان، (۸۱۰۰) تنه کونډې (۹۱۸۰) تنه معلولين ثبت او راجسټر کړي او هغوی ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له طرحې سره سم په شفاف ډول میاشتنې نغدي مساعدتونه ورکړل شوې دي.

هغه زياته کړه: په دې ولايت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر په پروسه کې د پوره شفافیت د رامنځته کولو، د جعل او تذویر او تکراري نوملیکنې د مخنيوي په موخه د بایومټریک او د ډېټابېس منظم سیسټم رامنځته شوی دی.

هغه همداراز وويل: هغو کسانو چې په تېر کال کې نږدې څلور ميليونه افغانۍ په جعل او تذویر اخیستې وې له هغوی څخه بېرته راګرځول شوي او بيت المال ته تسليم شوې دي.

هغه زیاته کړه: دې ریاست په روان کال کې د خيريه بنسټونو سره په همغږۍ (۹۰۰۰) مستحقو يتيمانو او معلولينو کورنېو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې ويشلي چې په هغه کې خوراکي او غير خوراکي توکي، نغدي مرستې، ژمني توکي او همداراز ويلچرونه شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس په مشرۍ يو پلاوي د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي چې د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

په غزني ولایت کې د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د ځانګړې شوې (۵۰۰) جریبه ځمکې څخه لیدنه وشوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي چې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یې ملتیا کوله، په دغه ولایت کې د شهیدانو کورنیو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس‌الامین زهیر په مشرۍ. . .

BACK TO NEWS