په لوګر ولایت کې د حاجیانو د سهمیې د وېش په موخه قرعه کشي ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۱۳
mmd

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا د یو شمېر شهیدانو د ورثه وو لپاره د حج سهمیې د قرعه‌کشي پروسه د یاد ریاست رئیس محترم مولوي نیازمحمد هجرت او د متقاضیانو په شتون کې په شفاف ډول ترسره شوه.

محترم مولوي نیازمحمد هجرت د قرعه کشي پروسې پروسې پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او په یادې پروسه کې د روڼټیا او شفافیت ډاډ ورکړ.

د قرعه کشي په پایله کې (۱۲) تنه مستحق کسان بریالي اعلان شول او نورو ګډونوالو هم د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست څخه د عادلانه او شفافې پروسې د ترسره کولو مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۴۹) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر (۴۹) مستحقو کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته (۱۴۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

دغه مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۳
Background image

په زابل ولایت کې یو شمېر مستحقو یتیمانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (IHH) نړيوالې مؤسسې په مالي ملاتړ او همغږۍ د یاد ولایت پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل.

د یادو وسایطو د وېش پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندهار ولايت کې یو شمېر مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د عدليې رياست سره په همغږۍ د (۲۵) یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه شیدې ورکوونکې وزې ووېشلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

BACK TO NEWS