د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۵) ميليونه او (۷۷۳) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک شو

asad_admin
Wed, Feb 11 2026 8:52 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوی په موخه، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره د (۵) میلیونه، (۷۷۳) زره او (۹۰۰) افغانيو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئيس محترم قاري عبیدالله فيصل ترمنځ لاسليک شو، چې له مخې به یې په فاریاب، ننګرهار، هلمند او پنجشېر ولايتونو کې (۱۶۶۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او د ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شويو هېوادوالو ته (۸) ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

همداراز په ننګرهار ولايت کې به (۲۳۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روژې په مبارکه میاشت کې د روژه ماتي په موخه خوراکي توکي چمتو شي.

د یاد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال محترم مولوي ثناء الله فرقاني د خیریه مؤسسې له لوري يتيمانو، کونډو او معلولینو ته د دوامداره مرستو څخه د قدرداني ترڅنګ، د یاد قشر لپاره یې د لا زیاتو مرستو د برابرولو په هکله خبرې وکړې او زياته یې کړه: زموږ د ټولو مشترک هدف دا دې چې د شهیدانو ورثه‌‌ وو او معلولینو ستونزو ته ښه رسېدګي وشي او هغوی ته لازم خدمتونه وړاندې شي، نو په کار ده‌ چې په ګډه او بشپړې همغږۍ سره ورته اړینې مرستې برابرې کړو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS