د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۵) ميليونه او (۷۷۳) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۸:۵۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوی په موخه، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره د (۵) میلیونه، (۷۷۳) زره او (۹۰۰) افغانيو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئيس محترم قاري عبیدالله فيصل ترمنځ لاسليک شو، چې له مخې به یې په فاریاب، ننګرهار، هلمند او پنجشېر ولايتونو کې (۱۶۶۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او د ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شويو هېوادوالو ته (۸) ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

همداراز په ننګرهار ولايت کې به (۲۳۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روژې په مبارکه میاشت کې د روژه ماتي په موخه خوراکي توکي چمتو شي.

د یاد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال محترم مولوي ثناء الله فرقاني د خیریه مؤسسې له لوري يتيمانو، کونډو او معلولینو ته د دوامداره مرستو څخه د قدرداني ترڅنګ، د یاد قشر لپاره یې د لا زیاتو مرستو د برابرولو په هکله خبرې وکړې او زياته یې کړه: زموږ د ټولو مشترک هدف دا دې چې د شهیدانو ورثه‌‌ وو او معلولینو ستونزو ته ښه رسېدګي وشي او هغوی ته لازم خدمتونه وړاندې شي، نو په کار ده‌ چې په ګډه او بشپړې همغږۍ سره ورته اړینې مرستې برابرې کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۷۷) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنيوي او ملاتړ په موخه، د اسلامي هوساینې نړیوالې Islamic Relief World Wide) مؤسسې سره د (۷۷) زره او (۳۹۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یاد مرستو کې شپږ ډوله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اقتصادي، ټولنیز او ظرفیت لوړولو (ODESC) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نورستان ولایت کې د یتیمانو، معلولینو او نورو زیانمن شویو ځوانانو ته د مسلکي مهارتونو د زده کړې په موخه، د (ODESC) مؤسسې سره (۴) لکه، (۳۶) زره او (۲۷۸. . .

BACK TO NEWS