د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د ارشاد، حج او اوقافو وزیر سره په کتنه کې د معلولیت ملي ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ

sadiq_admin
Wed, Jan 13 2021 9:02 AM
ss

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د ارشاد، حج او اوقافو وزیر سره په کتنه کې د معلولیت ملي ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ

نن سه شنبه د مرغومې په ۲۳مه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزير لعل الدین آریوبي د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي سره وکتل او د معلولیت ملي ستراتیژۍ د تطبیق پلان په اړه يې د دواړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي او د کاري اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

ښاغلي آریوبي لومړی د معلولیت ملي ستراتیژۍ او د هغې د تطبیق پلان په اړه معلومات ورکړل وویل: د معلولینو ملي ستراتیژي د معلولیت لرونکو وګړو د ژوند د ښه والي او مثبت بدلون لپاره رامینځته شوې، کومه چې د دوی ژوند د ښه کولو په موخه لس کلن لید او تګلوری ښیې.

ښاغلي آريوبي زیاته کړه، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مخکې له مخکې د هر وزارت لپاره د معلوليت ملي ستراتيژۍ د پلي کولو په اړه پلان چمتو کړی او د لا بډاينې لپاره یې له وزارتونو او اړوندو ادارو سره شريک کړی دی، څو هره اداره د خپلو دندو او مسؤلیتونو سره سم پرې اقدام وکړي.

نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې دې معلولیت لرونکو وګړو لپاره د حج برخه زیاته کړي او غوره او وړیا اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.

نوموړي هيله وښوده، چې د هیواد په کچه په دیني مدرسو او پوهنتونونو کې هم د معلولیت لرونکو وګړو لپاره بايد د وړیا زده کړو زمینه برابره شي.

ښاغلي آریوبي ټینګار وکړ، چې د معلولیت لرونکو وګړو لاسنيوی د هرې ادارې انساني او اخلاقي مکلفیت دی، نو پر دې بنسټ بايد ياد قشر مرستندويه خيريه بنسټونو ته هم ور وپيژندل شي، څو د مرستو او ملاتړ له لارې يې ستونزې را کمې شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي د معلولينو اړوند چارو د هر اړخیزې همکارۍ د ډاډ ورکولو تر څنګ زياته کړه، چې معلولیت لرونکو وګړو ته پاملرنه او مرسته یو دیني مسؤلیت دی او د دوی وزارت به د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره په همغږي د معلولیت ملي ستراتیژۍ پر پلي کولو باندې کار وکړي.

ښاغلي حليمي وويل: چې د هېواد په ټولو جوماتونو کې به د معلولینو فزيکي لاسرسي لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او همدا رنګه به هڅه وکړي چې په مرکز او ولایتونو کې د ممبر له لارې د معلولینو د حقونو په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي.

د ناستې په بهير کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت تخنيکي سلاکار، حبيب خان ځاځي هم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د معلولیت ملي ستراتیژۍ د منځپانګې (ټولنیز ادغام، پوهنه، عامه پوهاوی او د معلولیت لرونکو وګړو ګومارنې) په تړاو خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو ته يې د يادې ستراتيژۍ په هکله معلومات ورکړل.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS