د معلولينو نړيوالې ورځې د نمانځلو اصلي موخه د معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه ده

sadiq_admin
Thu, Dec 03 2020 9:14 AM
sxcs

د معلولينو نړيوالې ورځې د نمانځلو اصلي موخه د معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه ده

نن د ليندۍ په ۱۲مه، د افغانستان د معلولينو سرتاسري شورا غړو او د نظامي معلولينو استازو په جلا جلا ناستو کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي سره وليدل

دوی ټولو په وزارت کې پر روانو اصلاحاتو خوښي وښوده او په چارو کې د روڼتيا په رامنځته کيدو برخه کې يې له ښاغلي آريوبي څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټينګار وکړ.

همدارنګه دوی له ښاغلي آريوبي سره د ملکي او نظامي معلولينو د حقونو د ځنډ، بې کارۍ، روغتيا، بيارغونې، زدکړو او د قوانينو د تعديل په برخو کې خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې دولت وزير لعل الدين آريوبي دوی ته د ډسمبر درېيمې، چې د معلولينو نړيوالې ورځې سره سمون خوري مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې ددې ورځې د رامنځته کېدو اصلي فلسفه د معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه ده او هغوی ته د خدماتو بهترول دي.

ښاغلي آريوبي ژمنه وکړه، چې سبا (پنجشنبه) د کابيني په ناسته کې به، چې جمهور رئيس د معلولينو نړيوالې ورځې په وياړ جوړه کړې ده، له ولسمشر سره د معلولينو ستونزو ته د لا ښې رسيدنې په موخه د معلولينو مهمې ستونزې او وړانديزونه شريک کړي او په دې برخه کې به ترينه د لا زياتو اسانتياوو غوښتونکی شي.

د ښاغلي آريوبي په خبره، چې د معلولينو نړيواله ورځ به چې څه ډول د افغان معلولينو غوښتنه وي، په همغه ډول نمانځل کېږي، څو په افغاني ټولنه کې د معلولينو پر وړاندې د غوره عامه پوهاوي سبب وګرځي.

ښاغلي آريوبي څرګنده کړه، چې د معلولينو او شهيدانو ورثې ستونزو ته رسيدنه يې لومړيتوب دی کوم چې، دوامداره او اغيزمن کار يې دې هدف ته رسولای شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS