د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي پروان ولایت کې د معلولینو او د شهیدانو د ورثې اسنادو او وثیقو د څېړنې کميسيون غړو سره وکتل

sadiq_admin
Thu, Oct 01 2020 9:53 AM
cscs

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي پروان ولایت کې د معلولینو او د شهیدانو د ورثې اسنادو او وثیقو د څېړنې کميسيون غړو سره وکتل

نن سه شنبه (د تلې اتمه) د ولايتي سفر په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي، د ولايت د شهيدانو او معلولينو د اسنادو او وثیقو د څېړنو کميسيون له غړو سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د پروان د محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او د شهيدانو او معلولينو چارو آمر او د ولايت مقام باصلاحيته استازو ګډون درلود.

ښاغلي آريوبي، د شهيدانو او معلولينو د اسنادو او وثیقو د څيړنې کمېسيون غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

ښاغلي آريوبي وویل، چې د شهيدانو د وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو حل یې لومړيتوب دی او دغه قشر ته باید د ژوند له لومړنيو اړتياوو را نيولې تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې برابرې شي.

ښاغلي آریوبي د پروان ولایتي ادارو ته څرګنده، چې د شهيدانو د وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې همکاري وکړي.

د شهيدانو او معلولينو د اسنادو او وثیقو د څېړنې کميسيون غړو ښاغلي آريوبي او ورسره پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې او وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل.

ښاغلي آريوبي د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ د وزارت له اړخه ټولو ولايتي مسولینو سره د همکاريو د پراختیا ژمنه وکړه او د همغږۍ پر ټینګښت یې تاکید وکړ.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS