د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې د ښځینه مراجعینو لپاره د انتظار خونې د جوړولو چارې پېل شوې

asad_admin
Thu, Apr 24 2025 9:35 AM
mmd

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د ښځینه مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یوې عصري انتظار خونې د جوړولو چارې پېل شوې، د یادې پروژې مالي لګښت د کورنیو چارو وزیر محترم الحاج خلیفه صاحب سراج‌الدین حقاني لخوا ورکول کېږي.

په یادو مراسمو کې د پکتيکا ولايت د والي مرستیال محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سادات، د اطلاعاتو او کلتور رئيس محترم ملا محمد امین حذیفه، د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي نظرګل صیاد، د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج او یو شمېر نورو ولايتي مسؤلينو حضور درلود.

محترم مولوي محمد نبي وهاج د خليفه صاحب له ځانګړي شفقت او پاملرنې څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې نیک او مثبت ګام وباله.

یاده انتظار خونه په عصري او معیاري ډول جوړیږي او په دې سره به، د ښځینه مراجعینو ستونزې راکمې شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS