د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د ترکیې هېواد د نداء الخیر مؤسسې له مشر او راغلي پلاوي سره وکتل

nasrat_admin
Wed, Sep 25 2024 3:09 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني د ترکیې هېواد د نداء الخیر مؤسسې له مشر محترم حمزه کوکسال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې کتنې پر مهال د دې وزارت د مقام دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د ترکیې هېواد د انقرې ښار د سرې میاشتې ټولنې رئیس محترم محمد سیلای او د یاد هېواد یو شمېر تجارانو حضور درلود.

په دې کتنې کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په اوسني عصر کې د مسلمانانو د یووالي او پيوستون په اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل: د فلسطین مظلوم ولس نن د یهودیانو د ظلم په اور کې سوځي او د افغانستان خلک د نورو هېوادونو په پرتله دا موضوع ښه درک کولای شي ځکه چې د دې خاورې خلک د تیرو څو لسیزو په جګړو کې له ورته ظلمونو او ستونزو سره مخ وو، او اسلامي نړۍ نن ورځ د پخوا په پرتله پیوستون او یووالي ته ډیره اړتیا لري.

محترم شیخ صاحب همداراز زیاته کړه: د افغانستان د خلکو د جهاد اصلي موخه په دې هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت وو، الحمد لله د اسلامي امارت مجاهدین دغې موخې ته ورسید او ستاسو څخه مو هیله دا ده چې د اسلامي امارت ښه انځور د تركيې ولس ته وړاندې كړې تر څو کوم منفي ذهنیتونه چې د ځینو ډلو لخوا رامنځته شوي هغه بدلون ومومي.

هغه همداراز مستحقینو ته د مرستو رسولو په برخه کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او وې ویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اسلامي امارت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو او دغه راز د تېرې ادارې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یو ډول میاشتنې نغدي مرستې ورکوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال له یاد پلاوي څخه وغوښتل چې یتیمانو ته د فني او حرفوي زده کړو او معلولینو ته د مصنوعي غړو جوړونې، د برېښنایي ویلچرونو چمتو کولو او همداراز د ژوند په نورو برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د ترکیې هېواد د نداء الخیر مؤسسې مشر او ورسره راغلي پلاوي په افغانستان کې د اسلامي نظام رامنځته کیدل یې د ټولو اسلامي هیوادونو لپاره یوه ښه بیلګه وبلله او زیاته یې کړه: د ټولې نړۍ مسلمانان په دې هیواد کې د اسلامي نظام له رامنځته کیدو سره خوشحاله دي او د لوی خدای جل جلاله په مرسته به، په دې هیواد کې شته اقتصادي او ټولنیزې ستونزې هم حل شي.

همداراز یاد پلاوي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS