د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت کې د مجاهدینو جهادي خدمت د محاسبې فورمې د ټاکل شوې کمیټې له خوا ترتیب، او د توزیع په موخه نهایي شوې

nasrat_admin
Thu, Jan 18 2024 1:38 PM
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د بشري سرچینو په ریاست کې جوړه شوې وه په هغه کې د یاد وزارت  د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د بشري سرچينو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د داخلي تفتيش رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي  د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب ، دفارياب ولايت رئيس مفتي صاحب خالد او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس  مفتي فیصل خاموش ګډون درلود.

په دې غونډه کې د بشري سرچينو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: یاده فورمه د کابینې د پریکړې پر اساس جوړه شوې او په دې فورمې په پوره غور او دقت کار شوی او ټول اړخونه یې په پام کې نیول شوې دي.

په دې غونډه کې د مجاهدینو د جهادي خدمت په قدم، ترفیع او تقاعد کې د محاسبې فورمې ترتیب او نهايي شوه. په دې غونډه کې یادې فورمې ګډونوالو ته وویشل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS