د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت يو پلاوي د دايکندي ولایت مرکز نيلي ښار په ځینو نواحيو او ولسوالېو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
Sat, Sep 09 2023 3:29 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي مولوي نورالحق حقاني د یو پلاوي په مشرۍ دایکندي ولایت ته د سفر په ترڅ کې  په دې ولایت کې د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعاليتونو د څيړلو وروسته په پاتو ولسوالې او همداراز نیلي ښار په ځینو نواحيو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واوریدې، او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره کړل، نوموړي همداراز له هغوی سره يوه اندازه نغدي مرسته هم وکړه.

د دې سفر په ترڅ کې مؤظف پلاوي په ياد ولایت کې د شهيدانو وارثینو او معلولینو د‌ موجوده اسنادو د څېړلو وروسته د ياد رياست مسؤلينو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

 ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او فعاليتونه هم په هر اړخیزه توګه وڅیړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS