د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال د یوه با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په بدخشان ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل

nasrat_admin
Sun, Jun 04 2023 9:00 AM
mmd

د یاد باصلاحیته پلاوي  په ترکیب کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلی سید محمد عظیم آغا، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني د ولایتونو د همغږۍ او انسجام آمر ښاغلی مولوي سردار محمد، د معلولینو د حقونو د محاسبې آمر مولوي محمد ایوب او د دغه وزارت د اړوندو ریاستونو یو شمېر استازو چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالرزاق آخند کوي د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست کړنې او فعالیتونه یې په هر اړخیزه توګه وڅیړل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو د ارزونې په ترڅ کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې پلاوي د سفر اصلي موخه د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي څېړنه او ارزونه ده ترڅو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې او ستونزې په ګوته او د حل لپاره یې مناسبې لارې چارې برابرې شي.

نوموړي همداراز د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کول، د دغه وزارت له بنسټیزو مسؤلیتونو څخه وباله او زیاته یې کړه یاد وزارت هڅه کوي چې ټول یتیمان، کونډې او معلولین په شفافه توګه ثبت او د هغوی میاشتنۍ نغدي مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د طرزالعمل سره سم ورکړي. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې دغې اغېزمنې ډلې ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هم يادونه وکړه او زياته يې کړه چې یاد وزارت په هڅه کې دی تر څو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هغوى ته لازياتې اسانتياوې برابرې کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا هم  د یاد ریاست د ارزونې په ترڅ کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ټولو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یو ډول او پرته له توپیره خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې خپل فردي مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

د بدخشان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس ښاغلي مير دولت ياري  د معياري ودانۍ د نشتوالي او یاد ریاست ته د بودیجې د کمښت په ګډون د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د نوموړي ریاست کارکوونکي د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د معياري او شفافو خدمتونو په وړاندې کولو ژمن دي.

د یادولو وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند او ورسره مل پلاوي د یادو ستونزو د حل په موخه د بدخشان ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي نثار احمد احمدي سره وکتل.

په دې کتنه کې دبدخشان ولايت مرستيال والي ښاغلي مولوي نثار احمد احمدي د کرنې، مهاجرينو چارو، اقتصاد او له طبيعي پيښو سره دمبارزې له رياستونو څخه وغوښتل چې د خپلو ریاستونو اړوندو مرستو (۲۵) سلنه د شهيدانو په وارثينو او معلولينو باندې وويشي.

ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو کړنې او فعالیتونه په هراړخیزه توګه وڅیړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS