د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له خوا د پیچلیو اداري چارو د ساده کولو د تطبیق چارې پیل شوې

nasrat_admin
Wed, May 17 2023 11:06 AM
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړ شوی وو، په هغې کې د مالي او ادارې چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوندو څانګو رئیسانو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو موظف ټیم ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د پیچلیو اداري چارو د ساده کولو د پروسې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې پروسې په پلي کولو سره به په اداري چارو کې شفافیت رامنځته شي او اداري چارې به په سمه توګه مدیریت، معیاري خدمتونه به پر خپل وخت او په شفاف ډول وړاندې شي.

نوموړي همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوندو څانګو له رئیسانو وغوښتل چې د یادې پروسې په تطبیق کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له کاري ټیم سره بشپړه همکاري وکړي.

په دې پروګرام کې د چارو د ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې، د اداري پروسو د تحلیل آمر قاري نصرت الله سادات د پیچلیو اداري چارو د ساده کولو د پروسې د تطبیق څرنګوالی په هر اړخیزه توګه تشریح کړاو زیاته یې کړه: دا پروسه به په ادارو کې اداري فساد، بیروکراسي او مدیریتي ننګونې له منځه یوسي.

په ورته وخت کې، د دې پروسې په تطبیق سره به روڼتیا رامنځته شي، په ادارو کې به لګښتونه کم شي او په ټولیز ډول به ستراتیژیک اهداف او ملي پالیسۍ په سمه توګه پلې شي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د اسلامي امارت پالیسي د خلکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول او هغوی ته په شفاف ډول د خدمتونو وړاندې کول دي. هغه همداراز د خبرو په ترڅ کې د پیچلیو اداري چارو د ساده کولو په برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له اړخه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د یاولو وړ دی چې څو ورځې وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې تر منځ د پیچلیو اداري پروسو د ساده کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو چې د یاد هوکړه لیک د تطبیق چارې په یاد وزارت کې عملاْ پیل شوې.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS