د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د پکتيا معلولينو استازو ستونزې او غوښتنې واوريدې

sadiq_admin
Wed, Feb 24 2021 9:08 AM
jh

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د پکتيا معلولينو استازو ستونزې او غوښتنې واوريدې

نن سه شنبه د کب په پنځمه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير، پوهنمل حميدالله فاروقي د پکتيا له معلولينو استازو سره وکتل او د حقونو او امتيازاتو ورکړې، کارموندنې، د روڼتيا ټينګښت او د فساد له منځه وړلو په تړاو يې ورسره خبرې وکړې.

ښاغلي فاروقي له فساد سره پر ګډې مبارزې د ټينګار ترڅنګ زياته کړه، چې د روڼتيا ټينګښت او له فساد سره مبازره دوامداره هڅو او همغږۍ ته اړتيا لري.

د نوموړي په خبره، چې د شهيدانو وارثین او معلولين باید په دې برخه کې له وزارت سره همکاري وکړي او د وضعيت د ښه والي لپاره له دوی سره خپلې غوښتنې، ستونزې او وړانديزونه شريک کړي.

همدارنګه ښاغلي فاروقي ژمنه وکړه، چې د معلولينو لپاره د کارموندنې په برخه کې به له قانون سره سم خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ښايسته سالارۍ پر بنسټ به ظرفيت لرونکو وګړو ته لومړيتوب ورکوي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS