ژمن يو چې د دفاعي او امنيتي شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره اغيزناک خدمات وړاندې کړو

sadiq_admin
Tue, Feb 23 2021 2:14 PM
x

ژمن يو چې د دفاعي او امنيتي شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره اغيزناک خدمات وړاندې کړو

نن سه شنبه د کب په پنځمه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د دفاعي او امنيتي شهيدانو بنسټ له غړو سره وکتل او د دفاعي او امنيتي شهيدانو وارثينو ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واوريدل.

د ناستې په پيل کې د دفاعي او امنيتي شهيدانو بنسټ رئيس، ښاغلي نجيب الله ضميري او نورو غړو خبرې وکړې او د شهيدانو ورثې د حقونو کموالي، سرپناه نشتون، په مرکز او ولايتونو کې د اسنادو او وثيقو د پروسس بهير د سستوالي، اداري فساد، ستونزو ته پر وخت نه رسيدنې او د شهيدانو مېرمنو لپاره د اسنادو د طی مراحل په جريان کې د مناسب چاپيريال نشتوالي ستونزې شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د دفاعي او امنيتي شهيدانو قربانيو ته د درناوي او ستاينې ترڅنګ، د دوی وارثينو ستونزو ته رسيدنه يې کاري لومړيتوب وګاڼه او په دې برخه کې يې د هر ډول اړينو اقداماتو ترسره کېدو او همکاريو ډاډ ورکړ.

ښاغلي فارقي زياته کړه، چې د هېواد جګړييز وضعيت، فقر، بېکارۍ او منابعو نشتون سره سره د دفاعي او امنیتي شهيدانو کورنيو لپاره، د هر ډول اسانتياوو برابرول مهم دي او دوی ژمن دي چې د دفاعي او امنيتي شهيدانو ورثې لپاره اغيزناک خدمات وړاندې کړي.

نوموړي له فساد سره مبارزه خپله ديني او ملي وجيبه وګڼله او په دې برخه کې د شهيدانو ورثې او معلولينو مدني بنسټونو څخه د همکارۍ او همغږۍ غوښتونکی شو.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې له شته امکاناتو په اعظمي ګټه اخيستنې سره به، نه يوازې د نظامي شهيدانو ورثې او معلولينو؛ بلکه د ټولنې ټول جګړې ځپلي ولس لپاره د ژوند په هره برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو، د هغوی د اړتياوو پوره کولو او ستونزو ته د رسيدنې په موخه به خپلو هڅو او کار ته دوام ورکوي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS