د معلولیت لرونکو وګړو ملي فدراسیون باید د معلولیت لرونکو وګړو په مالکیت رامنځته شي

sadiq_admin
Thu, Feb 18 2021 2:31 PM
s

د معلولیت لرونکو وګړو ملي فدراسیون باید د معلولیت لرونکو وګړو په مالکیت رامنځته شي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب او د معلولیت لرونکو وګړو د ملي فدراسیون د رامنځته کولو کمېټې غړو سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي عمرا خان منیب د یاد فدراسیون د رامنځته کولو د مقدماتي کاري پړاوونو په اړه خبرې وکړې وویل، چې دغه معلولینو د ملي فدراسیون د جوړېدو لپاره یې پینځه پړاوونه ټاکلي و، چې له نېکه مرغه درې پړاوه یې بشپړ شوي او د څلورم پړاو د بشپړولو لپاره کار روان دي.

ښاغلي منیب وویل، چې د ټاکل شوې کمېټې له لوري په دریو پورتنیو کاري پړاوونو کې د فدراسیون ترتیب، اړوندو اسنادو، شرایطو او کړنلارې جوړول شامل وو، چې چارې یې بشپړې شوې دي. زیاته یې کړه، چې په څلورم پړاو کې د فدراسیون د وروستي کولو لپاره بودجې، په ولایتونو کې د معلولینو بنسټونو سره د نسبي اجماع رامنځته کولو او بالاخره د فدراسیون د اعلانولو مرحله کې په کار بوخت دي. نوموړي څرګنده کړه، چې د بودجې موندنې په اړه یې مختلفو ملي او نړیوالو ادارو سره خبرې کړي دي او ځینو یې د ورکړې ژمنه کړې ده. ښاغلي منیب وویل، چې د فدارسیون د عملي پړاو لپاره په مرکز کې د لایتونونو د معلولینو د ټولنو د استازو ناسته مهمه او د یوه باثباته، همغږي، پیاوړي او د معلولینو په مالکیت د رامنځته کېدونکي فدراسیون لپاره د وزارت همکاري او همغږي اړینه ده.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د معلولیت لرونکو وګړو د ملي فدارسیون د جوړولو کمېټې د ترسره کړو فعالیتونو راپور وستایه او د دې فدارسیون جوړېدل یې خورا اړین وګڼل وویل: دولت نه شي کولای یوه مدني بنسټ سره مالي مرسته وکړي، خو وزارت کولای شي په جوړېدو کې خپلې تخنیکي مشورې شریکې کړي. د معلولینو بنسټونه دې د ملي او نړیوالو ادارو په بې قده او شرطه مالي ملاتړ، خپلو مالي امکاناتو، هغمږۍ او اجماع دغه فدارسیون نهایي کړي.

ښاغلي فاروقي وویل، چې د غوره اجماع لپاره مهمه ده، چې د د فدارسیون په جوړېدو کې له عدلیې وزارت سره د معلولینو ثبت شویو ټولنو ته لومړیتوب ورکړل شي او عدلیې وزارت نه د ثبت شویو ټولنو معلومات ترلاسه شي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې ستونزې موجودې دي او د له منځته وړلو لپاره یې وزارت د فدراسیون همکارۍ ته اړتیا لري. د دې لپاره چې یو پیاوړی، باثباته، متعهد او پر اصولو برابر فدارسیون رامنځته شي اړینه ده، چې د اساسنامې په اړه د معلولینو د شته ټولنو رضایت واخیستل شي، تر څو د دوی په مالکیت رامنځته او په راتلوونکي کې ستونزې پېښې نه شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS