نظامي معلولینو ته به کاري فرصتونه برابر شي

sadiq_admin
Thu, Feb 04 2021 9:05 AM
h

نظامي معلولینو ته به کاري فرصتونه برابر شي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د یو شمېر نظامي معلولینو استازو سره وکتل.

د نظامي معلولینو په استازیتوب محترم جلال افغان پوهنمل فاروقي ته د نوي مسولیت مبارکي ورکړه وویل، چې د نظامي معلولینو د تیرو کلونو پانې حقوق باید ورکړل شي، د دې تر څنګ په دولتي ادارو کې دې د دوی ګمارنې ته هم پاملرنه زیاته شي او کابل ښاروالۍ د غرفو په توضیع کې دوي ته خاصه ونډه ورکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي فاروقي د نظامي معلولینو له راتګ مننه وکړه، هېواد او ولس ته د دوی قربانۍ یې وستایلې او تر ټولو مستحق خلک یې وګڼل زیاته یې کړه: د نظامي معلولینو پاتې حقوقو د ورکړې، په دولتي ادارو کې د ګمارنې او کابل ښاروالۍ سره په همغږي به دوي ته د غرفو په توضیع کې خاصه پاملرنه وکړي. ښاغلي فاروقي د وزارت راتلونکي برنامې له ګډونوالو سره شریکې کړی او هیله یې څرګنده کړه چې ډیر ژر به د نظامي معلولینو او د شهیدانو وارثینو لپاره جلا کوډ جوړ او حقوق به یې له ځانګړی بودیجې څخه ورکړل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS