احمدزیو شورا د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

sadiq_admin
Tue, Feb 02 2021 10:01 AM
ss

احمدزیو شورا د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

د احمدزیو سرتاسري شورا مشرتابه، یو شمېر غړو او قومي مشرانو د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي سره وکتل.

د احمدزیو سرتاسري شورا رییس ښاغلي ډاکټر نقیب الله احمدزي په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر د ټاکل کېدو په مناسبت ښاغلي فاروقي ته مبارکي وویله او له جمهور رییس نه یې مننه وکړه، چې دغه وزارت ته یې یو وړ او تجربه کار شخص ګمارلی دی.

د یادې شورا مشرتابه او غړو ښاغلي فاروقي ته د هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ؛ د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته یې خدمت د ټولو مشترک مسولیت وباله.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي فاروقي د یادې شورا له مشرتابه او غړو له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه وویل، چې لومړیتوب یې دغه قشر ته خدمت او د ژوند د ښه والي په موخه د برابرو حقونو او اسانتیاوو برابرول دي. ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې د چارو د لا ښه والي په موخه د شهیدانو د ورثې او معلولینو سربېره د ټولنې د هر قشر مشورو ته اړتیا لري او سالمه ګټه به ترې پورته کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS