معلوماتو ته د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسانه لاسرسي په موخه د وزارت ویب سایټ موبایل اپلکېشن ته بدلېږي

sadiq_admin
Wed, Jan 20 2021 10:01 AM
aa

معلوماتو ته د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسانه لاسرسي په موخه د وزارت ویب سایټ موبایل اپلکېشن ته بدلېږي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر لعل الدین آریوبي او د رهبرۍ غړو ته د وزارت ویب سایټ د موبایل اپلیکېشن بڼې ته د بدلولو د کار د لومړي پړاو په اړه معلومات وړاندې شوه.

دغه نوښت د اپلیکېشن د پراختیا (App Development) څانګې متخصص رفعت سلطان له لوري د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د یوه خدمت په توګه په رضاکاره ډول ترسره کېږي، چې نن یې د خپل څو ورځني کار پایله د یوه پرزنټېشن په بڼه د وزارت رهبرۍ د نظرونو او وړاندیزونو د اخیستو په موخه وړاندې کړه.

ښاغلي رفعت سلطان د پرزنټېشن پر مهال وویل، چې په موبایل اپلیکېشن د وزارت د ویب سایټ د بدلولو موخه یې معلوماتو ته د یاد قشر د لاسرسي اسانتیا او له خپلو اړوندو چارو پر وخت خبرول دي. سلطان زیاته کړه، چې د ویب سایټ د موبایل اپلیکېشن بڼه به د معلوماتو له بشپړولو او هر اړخیزه کولو وروسته ( پلی سټور او اپ سټور) ته اپلوډ کړي، تر څو یې معلولین او د شهیدانو وراثین خپلو ګرځنده موبایلونو ته ډانلوډ او له معلوماتو برخمن شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي له رفعت سلطان نه مننه وکړه، چې د هېوادني احساس له مخې په رضاکارانه ډول د شهیدانو ورثې او معلولینو ته دغه بې ساری اقدام ترسره کوي. زیاته یې کړه، چې په لنډو ورځو کې د خپل کار پایله د وزارت رهبرۍ سره شریکول د ستاینې او قدرداني وړ ده. د دې تر څنګ یې څرګنده کړه، چې د غوره لاسرسي په موخه باید د ټولو نظرونه په یاد اپلیکیشن کې ځای پر ځای شي.

ښاغلي آریوبي د وزارت ټولو برخو ته لارښوونه وکړه، چې د یاد اپلیکېشن د چارو د بشپړتیا لپاره دې د هر ډول اړینو مواد د چمتو کولو برخه کې ښاغلي سلطان سره مرسته او همکاري وشي، تر څو دغه اپلیکشن ډېر ژر د شهیدانو د ورثې او معلولینو په واک کې ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د وزارت وېب سایټ د موبایل اپلیکېشن ته بدلول یو بې ساری نوښت دی، چې د معلوماتو په رسولو او چټکتیا کې به ډېره مرسته وکړي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS