د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د تېرو کلونو ( ۱۳۹۳-۱۳۹۷) د پاتې حقوقو په اړه خبرتیا

mmd_admin
1

د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د تېرو کلونو ( ۱۳۹۳-۱۳۹۷) د پاتې حقوقو په اړه خبرتیا

 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون د (۵۳) او (۵۴) مادو د حکم پر بنسټ ځان د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په اړه مکلف ګڼي او د هېواد د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې یې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لارې بېلابېل فعالیتونه ترسره او دا چاره دوام لري.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ۱۳۹۷ لمریز کال د دلوې میاشتې په ۲۹ نېټه د (۱۳۲) کڼې فرمان پر اساس د وزارت په توګه په کار پیل وکړ، چې د رامنځته کېدو له مهاله یې اووه میاشتې تېرېږې او د دې وزارت یوه د پام وړ برخه د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو د میاشتنیو حقوقو او امتیازاتو ورکړه ده، چې په کلني ډول کابو څو میلیارده افغان په بر کې نیسي.

له (۱۳۹۳) څخه تر (۱۳۹۷) لمریز کال پورې د یو زیات شمېر معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو کلني حقوق، چې تقریباً څه باندې (۸ میلیارده) افغانۍ کېږي د بودیجې د کمښت له امله تر اوسه نه دي ورکړل شوي. کله، چې د مالیې محترم وزارت پاتې پیسې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته وسپاري، دا وزارت ژمن دی، چې د پاتې کلونو پیسې په لنډ وخت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته ورکړي.

 

د یادونې وړ ده، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت محترمه رهبري د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو اقتصادي ستونزې درک کوي او هڅه یې دا ده، چې څومره ژر کېدای شي د پاتې کلونو بودیجه د مالیې محترم وزارت څخه ترلاسه او دغه قشر ته خپل پاتې حقوق ورکړي. په دې اړه د مالیې محترم وزارت سره خبرې روانې دي او موږ مطمین یو، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو نتیجه به ژر ترلاسه او دغه عظیم او مستحق قشر سره به یې شریکه کړو.

ستاسې د حوصلې، صبر، زغم او هر اړخیزې همکارۍ نه مننه!

په درنښت

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رسنیز دفتر

Latest announcements

Mon, Jun 28 2021 3:35 PM
Background image

اعلان

برچه شهیدلر ورثه سیگه یتکیزیله دی، او کیشیلر که(مهر قیلینگن فورم ) آلگن یوق، التماس قیلیب تیزلیکده وزارت ده مراجعه قیلیب تایید بولگن فورم تولدیرسن تا حقوقلری بیریلسن.

Wed, Jun 16 2021 3:22 PM
Background image

اعلان

برچه نظامی شهیدلر ورثه سیگه یتکیزیله دی، او کیشیلر که(مهر قیلینگن فورم ) آلگن یوق، التماس قیلیب تیزلیکده وزارت ده مراجعه قیلیب تایید بولگن فورم تولدیرسن تا حقوقلری بیریلسن.

Sun, May 23 2021 12:36 PM
Background image

حورمتلی شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر !

حورمتلی شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر !

آیا بیله سیز می الکترونیکی تذکر السنگیز حقوقلر اینگیز اوز وقتیگه بیرله دی ؟

آیا بیله سیز می الکترونیکی تذکر اینگیز بولمه سه ۱۴۰۰ییل حقوقی بیریلمی . . .

Back to announcements