په ننګرهار ولایت کې پر (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو مرستې ووېشل شوې
دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د مرغومې ۸ مه
د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (٩٠٠) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي نور خوراکي مواد او همداراز د حفظ الصحې توکي شامل وو، په شفاف ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم محمد صابر ځوک، د اقتصاد رئيس محترم مولوي جان محمد حامد او د خیریه مؤسسې مسؤلينو هم شتون درلود.
