د کارکوونکو د چارو او اداري اصولو لنډې پېژندنې تر سرلیک لاندې علمي اثر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نوښت ترتیب او خپور شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۴۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له‌خوا د «د کارکوونکو د چارو او اداري اصولو لنډه پېژندنه» تر سرلیک لاندې کتاب لیکل شوی، چې نن د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو. دغه غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د اړوند رئیسانو او آمرینو په حضور کې جوړه شوې وه.

په دې کتاب کې د اداري اصولو، ارزښتونو، دندو، مسؤلیتونو او یو شمېر نورو مهمو او بنسټیزو موضوعاتو په تړاو بحث شوی دی.

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د اداري اصولو لنډې پېژندنې کتاب د اداري چارو د لا ښه والي لپاره یو مهم لارښود وباله او ټینګار یې وکړ چې د هر کارکوونکي لپاره لازمه ده چې دغه علمي اثر په دقیق ډول مطالعه کړي تر څو خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د دندو او مسؤلیتونو د سم ترسره کولو په اړه وویل چې هر کارکوونکی باید سپارل شوي مسؤلیتونه په بشپړه ژمنتیا سره ترسره کړي، اداري موقف دې امتیاز ونه ګڼي، بلکې هغه ته دې د یوه ستر مسؤلیت په توګه وګوري او په رښتینولي سره د خلکو خدمت لپاره ځان وقف کړي.

محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د دې پروګرام بل ویناوال، د دې کتاب د علمي ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په دې کتاب کې ټول اداري موضوعات په دقیق او تحلیلي ډول تشریح شوي او د اداري ستونزو لپاره اړینې حل لارې هم وړاندې شوي دي. نوموړي له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې دا علمي اثر په ژوره توګه مطالعه کړي او په عمل کې دې تطبیق کړي.

همداراز نوموړي د ځوانانو رول د هېواد د ودې او پرمختګ په بهیر کې مهم وباله او زیاته یې کړه: د یوه هېواد وده او پرمختګ هغه وخت ممکن وي چې ځوان نسل یې باخبره او مسؤلیت‌پذیره وي.

همداراز د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کتاب د محتوا په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دا اثر د کارکوونکو د اداري ستونزو د حل په موخه ترتیب شوی او کولای شي چې د اداري چارو په ښه والي کې د یوه علمي لارښود په توګه مهم رول ولوبوي.

د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په خپله وینا کې یاد کتاب یو ارزښتناک اثر وباله او یادونه یې وکړه چې علماء کرامو تل د ټولنې د لارښوونې او د دیني ارزښتونو د ساتنې لپاره ډیرې هڅې کړي دي او دا کتاب کولای شي د کارکوونکو د اداري پوهې په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل وخت ضایع نه کړي او د ټلیفون له بې ځایه کارولو څخه دې ډډه وکړي.

په پای کې د دې علمي اثر نسخې هم د ګډونوالو تر منځ ووېشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS