د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې پر سل (۱۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۱۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستانه شويو هېوادوالو د ملاتړ په موخه، د اچ، اچ، آر، ډي مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې پر سل (۱۰۰) مستحقو کورنيو باندې د پخلنځي اړین وسایل، البسه او د حفظ الصحې توکي ووېشل.

د مرستو څخه ډیری هغه یتیم ماشومان برخمن شول، چې په کورنيو کې سرپرست نه درلود او له همدې امله، د ورځني ژوند د اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ وو.

د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید او د اچ، اچ، آر، ډي مرستندویه مؤسسې مسؤلینو هم شتون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS