په کاپیسا ولايت کې پر (۳۸۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۹:۴۷
mmd

د کاپیسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۳۸۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل او هر مستحق اته (۸) ډوله خوراکي توکي ترلاسه کړل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

په ورته وخت کې هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د‌ ملاتړ په موخه د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

BACK TO NEWS