د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تخنیکي پلاوي د نوي برېښنایي سیسټم له چارو څخه په هرات ولايت کې څارنه ترسره کړه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي چې محترم صدیق الله جهاني، محترم حکمت الله بدري او محترم منیر احمد شیرزي یې ملتیا کوله، په هرات ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي برېښنایي سیسټم د چارو څخه هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې، تخنیکي پلاوي د برېښنایي حکومتولۍ په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او د الکټرونیکي سیسټم د چارو د ښه مدیریت او پر مختګ په موخه یې کارکوونکو ته ګټورې سپارښتنې وړاندې کړې. 

همداراز، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت پروسې په برخه کې د تخنیکي ټیم لخوا د ورکړل شویو لارښوونو د عملي کیدو په پار ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو څانګو ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

کله چي ملا بورجان آخند شهید شو څه پيښ شول؟

د جهاداو سنګرونو اتل دغیرت ،شجاعت او فداکارۍ نمونه،دتقوی،صداقت او اخلاص سمبول،قهرمان بي ریا مجاهد محترم (شهید ملا بورجان)د۱۳۷۵هجري شمسي کال دمیزان دمیاشتې په پنځمه نیټه د وریښمین تنګې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۲۲
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد  په مشرۍ په یاد ریاست کې د چارو د ښه سمون او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه اداري. . .

BACK TO NEWS