د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تخنیکي پلاوي د نوي برېښنایي سیسټم له چارو څخه په هرات ولايت کې څارنه ترسره کړه

asad_admin
Tue, Jan 14 2025 10:05 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي چې محترم صدیق الله جهاني، محترم حکمت الله بدري او محترم منیر احمد شیرزي یې ملتیا کوله، په هرات ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي برېښنایي سیسټم د چارو څخه هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې، تخنیکي پلاوي د برېښنایي حکومتولۍ په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او د الکټرونیکي سیسټم د چارو د ښه مدیریت او پر مختګ په موخه یې کارکوونکو ته ګټورې سپارښتنې وړاندې کړې. 

همداراز، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت پروسې په برخه کې د تخنیکي ټیم لخوا د ورکړل شویو لارښوونو د عملي کیدو په پار ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS