د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۹:۵۹
mmd

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي او د ماشومانو لپاره البسه او ځينې نور مواد شامل وو، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د یار خیریه مؤسسې له لوري پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې ووېشل شول.

د یادونې وړ ده چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم ملا محمد نعیم انعام، د دې وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب عبیده، د څارنې او ارزونې ریاست استازي او د مؤسسې مسؤل هم حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۵۰
Background image

دشهيدانو او معلولينو چارو وزارت یوه پلاوي په تخار ولايت کې د فدايانو کورنېو سره نغدي مرستې ترسره کړې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امين دروېش، د خاصو شهیدانو آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۴۷
Background image

په پکتیکا ولايت کې اووه سوه (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ژمني توکي ترلاسه کړل

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په هڅو او همغږۍ یوې خیریه مؤسسې په دې ولايت کې پر (۷۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۴۰
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه، یاده. . .

BACK TO NEWS