د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر اته سوه (۸۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې خوراکي توکي وویشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر(۸۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او نخود شامل وو، وويشل.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش د دې خیریه مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او په نورو مؤسسو او خیریه بنسټونو یې غږ وکړ چې د دې اړمن قشر ( یتیمانو، کونډو او معلولینو) سره لا زياتې مرستې تر سره کړي تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.
د یادولو وړ دی چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش، د اداري او خدمتونو رئيس محترم مولوي سردار محمد حبيب، د دې وزارت د پرمختیائې پروژو د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د یادې مؤسسې ځینو مسؤلينو هم حضور درلود.