د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر اته سوه (۸۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
Wed, Mar 20 2024 4:03 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر(۸۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او نخود شامل وو، وويشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش د دې خیریه مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او په نورو مؤسسو او خیریه بنسټونو یې غږ وکړ چې د دې اړمن قشر ( یتیمانو، کونډو او معلولینو) سره لا زياتې مرستې تر سره کړي تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

د یادولو وړ دی چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش، د اداري او خدمتونو رئيس محترم مولوي سردار محمد حبيب، د دې وزارت د پرمختیائې پروژو د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د یادې مؤسسې ځینو مسؤلينو هم حضور درلود.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS