د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د بامیانو ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۱:۵۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلی مفتي فیصل خاموش یې ملتيا کوله، بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه د لیدنې ترڅنګ د دغه ولايت د کهمرد ولسوالۍ په کليچ کلي کې د شهيدانو له يو شمېر وارثينو سره له نږدې وکتل، ستونزې يې واوريدې او له هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم وکړه.

ښاغلي شیخ صاحب په دې لیدنه کې د شهیدانو کورنیو ته په خطاب کې وویل: د مجاهدینو د جهاد اصلي موخه د دنیوي ګټو ترلاسه کول نه وو، بلکې د هغوی اصلي موخه د اسلامي شریعت او د الهي احکامو پلي کول وو، چې ځینو یې په دې لاره کې خپل خوږ ژوند قرباني کړ.

همدارنګه د یاد وزارت مرستیال د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو د ارزونې په ترڅ کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې ریاست لپاره چې کومه بودیجه په ۱۴۰۲ کال کې ځانګړې شوې باید د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وزارت د پلان او طرحې سره سم پر وخت او شفاف ډول ورکړل شي. نوموړي همداراز د یاد ریاست له مسؤلینو  وغوښتل، تر څو کومې مرستې چې د خیریه مؤسسو او بنسټونو له خوا له یاد ریاست سره کیږي باید په واقعي مستحقینو وویشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS