د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په کندهار ولایت کې د یاد وزارت له اړوند ریاست څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۰:۱۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کارونو او په دې ریاست کي د روانو تعمیراتي چارو د جوړېدو او هلته یې له راغلو مراجعینو سره له نږدې وکتل او د هغوی ستونزي یې واورېدې.

په دې لیدنه کې د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي محمد طاهر آغا د شهیدانو او معلولینو چارو وزرات سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند ته د یاد ریاست د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د دې ریاست ستونزي یې د حل په موخه ورسره شریکي کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS