د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ارزونې پلاوي د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو د پالنې مرکز له اړوندو څانګو د کړنو او فعالیتونو هراړخیزه ارزونه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هیئت د ارزونې او پلټنې په لړ کې د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو د پالنې مرکز د کړنو او فعالیتونو ارزونه او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یاد ریاست ټولو اړوندو څانګو (آسایشګاه آمریت، د فني او حرفوي زده کړو آمریت او د اداري پروګرامونو او همغږۍ آمریت) د کړنو او فعالیتونو ارزونه او پلټنه وشوه چې په لړ کې یې ټول اسناد او کاري دفترونه د ټاکل شوي هیئت لخوا وکتل شول.
همدارنګه د اروزنې په ترڅ کې یاد پلاوي د فني او حرفوي زده کړو له زده کړیالانو څخه د زده کړو د څرنګوالي په هکله پوښتنې وکړي، په یادې ارزونه کې د فني او حرفوي برخو زده کړیالانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خدمتونو څخه مننه وکړه چې هغوی ته یې د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې یې زمینه برابره کړې ده.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ارزونې پلاوي د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو د پالنې په مرکز کې یتیمانو او معلولینو ته د ښو او معیاري خدمتونو د رسونې څخه خوښي څرګنده کړه.
نوموړي پلاوي په یاد مرکز کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له راغلي پلاوي سره هم وکتل او هغوې سره یې د معلولینو او لاوارثه یتیمانو پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې شریکې کړې.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې پلاوي فلجیانو او لاوارثه یتیمانو ته د آسایشګاه د نوې ودانې د جوړولو په برخه کې ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د ځانګړي هدایت پر اساس د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو د ارزونې لپاره هیئت ګمارل شوې وو، چې د یاد وزارت د ریاستونو د کړنو ارزونه وکړي. د یاد هیئت په ترکیب کې چې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د حاضري عمومي مدیر عبدالباقي شامل وو، مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلي مولوي حیات الله میوند کوله، دوې د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور یې د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.