د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوندو ریاستونو د ارزونې او پلټنې په لړ کې د شهیدانو د ریاست کړنې و ارزول شوې

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۹:۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هئیت د ارزونې او پلټنې په لړ کې د شهیدانو ریاست  د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یاد ریاست ټولو اړوندو څانګو ( د محاسبې آمریت، اجرائیه مدیریت، د تثبیت آمریت، د آرشیف لوی مدیریت، د تادیاتو لوی مدیریت او همدارنګه د خاصو شهیدانو آمریت ) د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه وشوه.  او ټول تثبیت شوي اسناد او کاري دفترونه چې د م۴۰ او م۴۱ فورمې هم شاملې وې، د ټاکل شوي هیئت لخوا وکتل شوې، همدارنګه  د شهیدانو ریاست رئيس ښاغلي مولوي محمد ایوب حقاني د یاد ریاست پر مخ پرتې ستونزې او ننګونې د هئیت سره شریکې کړې، نوموړی د یادو ستونزو د حل غوښتنونکې  شو.

 د اروزنې په ترڅ کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د یاد ریاست کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل ورسپارل شوي مسئولیتونه دې  په ښه توګه ترسره کړي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلي مولوي حیات الله میوند هم کارکوونکي خپلو دندو ته وهڅول او د هغوې څخه يې وغوښتل چې خپلې ورځنې چارې دې په ښه اخلاص او ایماندارۍ سرته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د ځانګړي هدایت پر اساس د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو د ارزونې  لپاره هیئت ګمارل شوې چې د یاد وزارت د ریاستونو د کړنو ارزونه وکړي. د یاد هیئت په ترکیب کې چې د  بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلی مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي، مشري به یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS