د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوندو ریاستونو د ارزونې او پلټنې په لړ کې د شهیدانو د ریاست کړنې و ارزول شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هئیت د ارزونې او پلټنې په لړ کې د شهیدانو ریاست د کړنو او فعالیتونو ارزونه او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یاد ریاست ټولو اړوندو څانګو ( د محاسبې آمریت، اجرائیه مدیریت، د تثبیت آمریت، د آرشیف لوی مدیریت، د تادیاتو لوی مدیریت او همدارنګه د خاصو شهیدانو آمریت ) د کړنو او فعالیتونو ارزونه او پلټنه وشوه. او ټول تثبیت شوي اسناد او کاري دفترونه چې د م۴۰ او م۴۱ فورمې هم شاملې وې، د ټاکل شوي هیئت لخوا وکتل شوې، همدارنګه د شهیدانو ریاست رئيس ښاغلي مولوي محمد ایوب حقاني د یاد ریاست پر مخ پرتې ستونزې او ننګونې د هئیت سره شریکې کړې، نوموړی د یادو ستونزو د حل غوښتنونکې شو.
د اروزنې په ترڅ کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د یاد ریاست کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل ورسپارل شوي مسئولیتونه دې په ښه توګه ترسره کړي.
همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلي مولوي حیات الله میوند هم کارکوونکي خپلو دندو ته وهڅول او د هغوې څخه يې وغوښتل چې خپلې ورځنې چارې دې په ښه اخلاص او ایماندارۍ سرته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د ځانګړي هدایت پر اساس د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو د ارزونې لپاره هیئت ګمارل شوې چې د یاد وزارت د ریاستونو د کړنو ارزونه وکړي. د یاد هیئت په ترکیب کې چې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلی مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي، مشري به یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي .