د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۶:۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان د یو لړ ولایتي سفرونو په ترڅ كې د یو پلاوي سره  د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاست څخه لیدنه وکړه.  په دې سفر کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس ښاغلې قاري محمد امین درویش، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازیو د ښاغلي مولوي کلیم الله افغان ملتیا کوله، د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینوچارو ریاست  د کارکوونکو د کړنو څرنګوالې  یې وڅیړل، او یاد ریاست پر وړاندې یې شته ستونزې او ننګونې واورېدې او د حل پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي د یاد ولایت دشهیدانو او معلولینوچارو ریاست د کارکوونکو او ادارې ارزونه وکړه، او د ادارې د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې ورکړې، او د بودیجې  د مصرفولو پر وړاندې پرتې ستونزې او خنډونه له منځه یوړل شو.

د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوی كلیم الله افغان د دغه ریاست د ستونزو له اوریدو وروسته د دغو ستونزو د حل په برخه کې د لازمو همكاریو ژمنه وكړه،  او په دې ولایت كې یې د بودیجې په بشپړ او شفاف ډول مصرفولو  ټینګار وكړ .

په پام کې ده چې ښاغلې مولوي کلیم الله افغان د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاستونو د ارزونې وروسته، د زابل، غزنی او میدان وردګو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو څخه هم لیدنه وکړي، او د بودیجې د مصرفولو پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې له منځه یوسي، او همداراز د اړوندو رياستونو د کړنو او فعالیتونو د څرنګوالي ارزونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS