د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د سرپرست وزیر مشاور معرفي شو

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۱:۵۵
mmd

د ریاست الوزرا  د حکم  پر اساس  ښاغلې مولوي حیات الله میوند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  کې د شهیدانو او معلولینو په  چارو کې د مشاور په توګه د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي  رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان لخوا معرفي شو.

په دی غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند،  د  برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي ملا عبدالرزاق آخوند،  د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني،  د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو رییسانو شتون  درلود.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند د یاد وزارت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې مشاور ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه: هغه کسان چې د تقوا، پوهې او دینداري په اساس  ګمارل کیږي بې له شک څخه  د چارو په ښه سمبالتیا کې ترینه ښه  ګټه اخیستل کیږي

په دې غونډه کې ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د مشورې د ارزښت او مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او ښاغلي مولوي حیات الله میوند ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS