په دوه سوه بېوزلو کورنيو باندې په ننګرهار ولايت کې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

farahmand_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۹:۱۳
mmd

د یادو مرستو کڅوړې د ترکیې هیواد د SUFFA ـAS  مرستندویه بنسټ او د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ په دوه سوه اړمنو کورنیو د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په انګړ کې وویشل شوې.

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي لعل باز اسدالله پر اړمنو کورنیو د مرستو د ویش له امله خوښي څرګنده کړه او د مرستو د ویش په بهیر کې یې د رونټیا د شتون ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چی دغه مرستې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس او د ترکیې هیواد SUFFAـ AS  د خیریه بنسټ مسوولینو په شتون کې په شفاف ډول وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS