د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۰:۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ او دشهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق اخند په ګډون او د اړوندو ادارو رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

دا غونډه چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړۍ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي  مولوي عبدالاحد مسعود خبرې وکړې او د اړوندو ادارو له  رئیسانو څخه یې وغوښتل چې په خپلو ورځنۍ چارو ترسره کولو کې د اسلام له لارښوونو سره سم عمل وکړي.

 

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په نننۍ ناسته کې په ګاونډي هيواد پاکستان کې میشت یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت د پروسې د پېل یادونه وکړه او پرېکړه وشوه، هغه  یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي چې په  پاکستان کې کډوال دي د تثبیت پروسه به یې سبا پېل شي.

 

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق اخند هم د هغو بنسټونو د فعالیتونو په اړه چې د معلولیت لرونکو وګړو او د یتیمانو د هوساینې  په برخه کې کار کوي خبرې وکړې هغه وویل چې  دوی باید خپل کارونه  او فعالیتونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په چوکاټ کې تنظیم کړي، تر څو له یوې خوا د دې ډول ادارو کړنې څرګندې شي او له بلې خوا د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت کچه څرګنده شي.

 

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي هم د معلولیت لرونکو کسانو د تثبیت پروسې په اړه خبرې وکړې، هغه زیاته کړه، د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت کچه ​​پراخه ده او هره ورځ څه باندې ۵۰۰ تنه د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې ثبتېږي.

د یادونې  وړ ده: هغه کسان چې د هیواد تایید شوې پیژند پاڼه ولري په دې پروسه کې به شامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱
Background image

په پنجشېر ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د ترسره شویو فعاليتونو او کړنو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رياست په ولایتونو کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو له لوري په (۱۴۰۳) مالي کال کې د‌ ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي پیل کړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۸:۵۵
Background image

.په کنړ ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د کنړ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

په ارزګان ولايت کې پر (۸۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د ارزګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۸۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل او هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم. . .

BACK TO NEWS