د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
Mon, Feb 28 2022 10:04 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ او دشهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق اخند په ګډون او د اړوندو ادارو رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

دا غونډه چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړۍ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي  مولوي عبدالاحد مسعود خبرې وکړې او د اړوندو ادارو له  رئیسانو څخه یې وغوښتل چې په خپلو ورځنۍ چارو ترسره کولو کې د اسلام له لارښوونو سره سم عمل وکړي.

 

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په نننۍ ناسته کې په ګاونډي هيواد پاکستان کې میشت یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت د پروسې د پېل یادونه وکړه او پرېکړه وشوه، هغه  یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي چې په  پاکستان کې کډوال دي د تثبیت پروسه به یې سبا پېل شي.

 

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق اخند هم د هغو بنسټونو د فعالیتونو په اړه چې د معلولیت لرونکو وګړو او د یتیمانو د هوساینې  په برخه کې کار کوي خبرې وکړې هغه وویل چې  دوی باید خپل کارونه  او فعالیتونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په چوکاټ کې تنظیم کړي، تر څو له یوې خوا د دې ډول ادارو کړنې څرګندې شي او له بلې خوا د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت کچه څرګنده شي.

 

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي هم د معلولیت لرونکو کسانو د تثبیت پروسې په اړه خبرې وکړې، هغه زیاته کړه، د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت کچه ​​پراخه ده او هره ورځ څه باندې ۵۰۰ تنه د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې ثبتېږي.

د یادونې  وړ ده: هغه کسان چې د هیواد تایید شوې پیژند پاڼه ولري په دې پروسه کې به شامل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS