تدارکاتي اعلان

farahmand_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۱۳:۴۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ټولو په شرایطو برابر  دواطلبانو ته  بلنه ورکوي، د داوطلبۍ پروسه چي په  شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې  د ۱۴۰۱ لمریز مالي کال لپاره د دوو قلمو اړینو توکو(پطرولو او ډیزلو) د چمتو کولو لپاره ده په دې ریفرنس نمبر  {MMD/1401/NCB/G-02}  باندې ګډون وکړي او خپله د شرطنامې نقل د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت او یا هم د ملې تدارکاتو ادارې له وبسایټ څخه (www.npa.gov.af)  په وړیا توګه ترلاسه کړي، په شرایطو وړ کسان خپل وړاندیزونه باید د هغو شرایطو سره سم جوړ کړئ چې په قانون او د تدارکاتو کړنلارې  او شرطنامې  کې راغلی وي.  د اعلامیې د خپرې شوي نېټې سره سم د ( شنبې ورځ ، د غرمې مخکې  په  لسو بجو  د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب میاشتې ۲۱ مه نیټه  )  د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو محترم آمریت ته  چي د هوایي ډګر  سړک د خیاط کلا ته څیرمه واقع شوی دی  وسپاري.  له  ټاکلې نیټې وروسته  او انټرنیټی وړاندیزونه د منلو وړ نه دی.

د وړاندیزنو تضمین د ( ګرنټي بانک له یو با اعتباره بانک څخه ۱۶۰۰۰۰ یو سلو شپیته زره افغانۍ) په بڼه دي. چي د وړاندیزینو غونډه هم د ( ۱۴۰۰ لمریز کال د کب ۲۱ مه د شنبې ورځ د غرمې په یوه بجه)  د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت کې  چي د هوایي ډګر سړک د خیاط کلا ته څیرمه واقع شوی دی ترسره کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۰
Background image

په کابل ولایت کې (۵۰) تنو کونډو د خیاطۍ ماشینونه ترلاسه کړل

د یفت خیریه مؤسسې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د خیاطۍ ماشینونه ووېشل.

یادې مرستې د کابل ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۱۶
Background image

په کابل ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یفت خیریه مؤسسې سره په همغږۍ معلولینو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه

یاد جومات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز په اساس او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د منظورې سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په دوه پوړونو کې په. . .

BACK TO NEWS